IQNA

د پاکستان د شیعیانو په ضد د حملو په وړاندې د حقوقی اورګانونو چپتیا افسوسناکه ده

23:09 - August 22, 2021
د خبر لمبر: 3484549
تهران(ایکنا) -د عاشورا نړیوال فاونډیشن د پاکستان د پنجاب صوبې په بهاولنګر ښار کې پر حسیني ویرجنو د تکفیری ترهه ګرو د حملې په محکومیت کې د نړۍد بشری حقوقو پر اورګانونو او نړیوالې ټولنې غږ وکړ،ددغو وحشی ډوله حملو په وړاندې دې چپتیا ختمه کړي

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ په دغې اعلامیې کې راغلي دی په پاکستان کې پر حسیني ویرجنو دغه ډول حملې د تکفیری او افراط پال تفکر نښه او په عین حال کې د خلکو په وینو د ککړو وهابیانو او تالي څټو تورزړو جنایتکارو اصلیت نندارې ته وړاندې کوي.په دغې حملې کې په لسګونو حسیني عزادار شهیدان او ټپیان شوي دي..
د پاکستان مسلمانان هر کال د اسلام د ګران پیغمبر د یوه پاک لمسي حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت کلیزه په اتفاق او یووالی سره لمانځي،خو دا تکفیري ترهه ګر دي چې په پاکستان کې مذهبي تعصباتو ته لمن وهي،چې باید نړیواله ټولنه په تیره بیا اسلامي امت دې  ددوي مخه ونیسي.

3992240

captcha