
ایکنا خبري آژانس راپور راکړ په دغې اعلامیې کې راغلي دی په پاکستان کې پر حسیني ویرجنو دغه ډول حملې د تکفیری او افراط پال تفکر نښه او په عین حال کې د خلکو په وینو د ککړو وهابیانو او تالي څټو تورزړو جنایتکارو اصلیت نندارې ته وړاندې کوي.په دغې حملې کې په لسګونو حسیني عزادار شهیدان او ټپیان شوي دي..
د پاکستان مسلمانان هر کال د اسلام د ګران پیغمبر د یوه پاک لمسي حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو د شهادت کلیزه په اتفاق او یووالی سره لمانځي،خو دا تکفیري ترهه ګر دي چې په پاکستان کې مذهبي تعصباتو ته لمن وهي،چې باید نړیواله ټولنه په تیره بیا اسلامي امت دې ددوي مخه ونیسي.
3992240