IQNA

د کرونائي پروټوکولونو په رعایتولو سره دمسجد الحرام په الماریو کې قرآنونه بیرته کیښودل شوي دي

20:22 - August 24, 2021
د خبر لمبر: 3484555
تهران(ایکنا) -د مسجد الحرام او مسجد النبي د چارو تولیّت ، د مسجد الحرام د ا لماریو قرآنونه ،چې د کرونائي ویروس دخوریدا په دلیل ئې غونډ کړي وو،د کرونائي پروټوکولونو په رعایتولو سره ئې دغه جومات ته بیرته ستنه کړي او په الماریو کې ئې ځاي په ځاي کړي دي .

ایکنا خبری اژانس دالیوم له قوله راپور راکړ، د مسجد الحرام د مصاحف د چارو د ادارې مدیر حمزه بن ابراهیم السالمي په دې باب وئیلي دي ،د قرآنونو او کتابونود چارو عمومي ادارې ،د قرآنونو نسخو ته داړتیا د اندازې په پيژندګلوۍ سره ، یو شمیر قرآني نسخې برابرې کړي او د قرآن کریم په مخصوصو الماریو کې ئې د مسجد الحرام د زیارتوالو په لاس رسي کې واقع کړي دي او له دغو قرآنونو څخه د استفادې لپاره ئې په مسجد الحرام کې د معمول په اساس احتیاطي اقدامات او وارمخکې تدبیرونه کارول کیږي.
هغه وئیلي دي ، دغه الماریانې به په دوامدار ډول په مخصوصو آوزارونو او رودو سره ضد عفوني شي څو زیارتوال ورڅخه ښه او ډاډمنه استفاده وکړي او ورسره مرسته وکړي ، چې په آرامښت سره مناسک ادا کړي . د کرونائي ویروس د خوریدا له هماغه پیل راهسې تر دې دمه څو ځله د مسجد الحرام او مسجد النبي قرآنونه ، د ویروس د خوریدا د مخنیوي په دلیل غونډ کړائ شوي دي او له دې وروسته چې دحرمیّن شریفیّن د مسئولانو دمسوبې په اساس درست زیارتوال دمسجد الحرام او مسجد النبی د زیارت لپاره باید واکسن پچکاري کړي ، ځيني محدودیتونه ئې کم کړي دي .

3992784

captcha