IQNA

په افغانستان کې دې میرمنې اسلامی حجاب او ستر ولرل شي

20:27 - August 24, 2021
د خبر لمبر: 3484556
تهران(ایکنا) -په قطر کې د طالبانو د دسیاسی دفتر ویندوي وئيلي دي ، په افغانستان کې د خبریالانو او مجریانو پشمول ډیری میرمنو خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي دی .

ایکنا خبری اژانس د تسنیم له قوله راپور راکړی ،په دوحې کې دطالبانو د سیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، په افغانستان کې میرمنې باید له اسلامی حجابه برخمنې شي .
سهیل شاهین زیاته کړې ده ، په افغانستان کې میرمنې د حجاب درلودلو په شرط دخپلو حقوقو درلودلو ته پابند دي .
په قطر کې د طالبانو د دسیاسی دفتر ویندوي وئيلي دي ، په افغانستان کې د خبریالانو او مجریانو پشمول ډیری میرمنو خپل فعالیتونه بیرته پیل کړي دی .
داپه د اسې حال کې دي چې ځیني افغان میرمنې اندیښمنې دي،چې د دوي د تیرو دوو لسیزو بریاوې ، لکه د زده کړې حق ،کارکسب درلودل او د دوي لومړنۍ آزادۍ د طالبانو په واکوالۍ سره له مینځه ځي .
په افغانستان کې د میرمنو د فعالیت په باب د طالبانو د ویندوي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په همداوروستیو کې طالبانو،د ټيلیویژني چینلونو ځينو مجریانو او خبریالانو ته د فعالیّت اجازت نه دی ورکړی .
همداراز له کابله په یوه بل خبر کې وئیل شوي دي ، د امریکا فارن پالیسۍ خپرونې په یوه خصوصي راپور کې وئيلي دي ، په افغانستان کې پر ولسمشر سربیره ، یوه دولس کسیزه پياوړي شورا د جوړیدا په حال کې ده چې د افغانستان چارې پر مخ بوځي .
په راپور کې وئيل شوي دي ، په دغې شورا کې پر ملاعبدالغنی برادر ، ملامحمد یعقوب ، خلیل حقاني ، حامد کرزي ، عبدا... عبدا... حنیف اتمر ، ګلبدین حکمتیار پشمول ځینی مخه ورو سیاستوالانو څیرې هم لیدل کیږي.

parstoday.com

captcha