
ایکنا خبری آژانس د ټي آر خبري آژانس له قوله راپور راکړ د ترکیې ددیني چارو ریاست وویل د ۲۰۲۱کال په اوړي کې د ماشومانو لپاره د قران کریم د زده کونې او حفظ د پړاونو په ختمیدو سره په دغو مرحلو کې د برخه اخستونکو ماشومانو شمیر څه د پاسه دوه میلیون ماشومانو ته ورسید ..
دغه ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي دی دغه پړاونه د جولائي د میاشتې له پنځمې پیل او د اګست تر شلمې نیټې پورې پاې ته ورسیدل. او دغه پروګرامونه د ترکیې په یو شپیته زره جوماتونو او د زده کړې په دیارلس زره مرکزونو کې ترسره شول او یو سل لس استاذانو چې ښځې او سړي پکې شامل دي ،ددغو فعالیتونو مدیریت ئې کړی دی . په دغې اعلامیې کې ویل شوي دي په دغو زده کونکو کې یو میلیون دوه دیرش زره هلکان او اته لکه څلور اویا زره انجونې شاملې دې .
ددغو پړاونو په باب یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.