
ایکنا خبری آژانس د القدس العربی له قوله راپور راکړ،د امریکا د اسلامی تنظیمونو شورا،(یو ایس سی ایم او)له افغانستانه د پوځیانو د بشپړ وبستلو لپاره د متحده ایالاتو له فیصلې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.
په واشنګټن ډی سی کې ديره ددغې شورا په اعلامیې کې له هغو رهبرانو چې د افغانستان چارې به اداره کړي ،وغوښتل،عدالت او توافق ته د رسیدا هڅه دې وکړي .
په دغې اعلامیې کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او کانګرسه غوښتي دي څو امریکائي عسکر دی له هغو ټولو سیمو چې له ټرهه ګرو ډلو سره د مبارزې په ادعا سره د لویدیځی آسیا پشمول هغو سيمو ته ورغلي دي ، وباسي .په دغې اعلامیې کې د امریکا حکومت ته په خطاب کې ویل شوي دي ،د مونږ حکومت بایدله هغو تجروبو او بوږنونکو پیښو څخه چې په تیرو شلو کلونو کې ترسره شوي ،او له وینو بهیدا او کنډوالو پرته ئې بل څه نه دی پریښي درس واخلي.
د امریکا د اسلامي تنظیمونو شورا پخپلې اعلامیې کې پر طالبانو هم غږ کړی ،د محترمانه،صادقانه اوعادلانه پخلاینې لپاره دې چې د افغانستان د ښځو حقوق هم پکې شاملیږي ،د یوې غوره لارې په ټاکلو سره دې د حقیقي اسلام د اړزښتونو نندارې ټه د وړارندې کولو لپاره خپل مسؤلیت په ښه توګه ترسره کړي ..په دغې اعلامیې کې ویل شوي دي ،مؤنږ د افغانستان د درستو ګروهنو ، او سیاسي او ټولنیزو ډلو ټپلو مشرانو ته د سوله یزې پخلاینې، ددرستو خلکو د امنیت د تامینولو او په یوه ترقی یافته هیواد د افغانستان د بدلولو لپاره ډ درستو هلوځلو د کارولو سپارښتنه کوو.