IQNA

د کابل هوائي ډګر په دوو چاودنو کې د لسګونو کسانو وینه وبهیده

20:11 - August 26, 2021
د خبر لمبر: 3484563
تهران(ایکنا) -طالبان وائي له دې مخکې مو امریکاییانو ته دداعش ډلې له خوا د ترهه ګر برید په باب خبرداری ورکړی ؤ.

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ نن ناوخته کابو شپږ بجې د افغانستان د کابل حامد کرزي نړیوال هوائي ډګر دوو زورورو چاودنو ولړزاوه چې د خبر ټر مخابیره پورې پکې د څو ماشومانو پشمول دیارلس کسان ووژل شول او لسګونو نور ټپیان شول
په راپور کې ویل شوي دی  په یوې چاودنې کې  د هوائي ډګر په خوا کې د انګریز عسکرو مرکز په نښه شوی ،او دوهمه چاودنه هم د هوائي ډګر له مینځنۍ دروازې سره شوې ده ،البته د ځان مرګي حملې په اړ ضد و نقیض راپورونه رارسیدلي دي .
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په يولړ څرګندونو کې ویلي دی له دې مخکې مو امریکائي عسکرو ته د دداعش ډلې دترهه ګر برید په اړه خبرداری ورکړی ؤ. هغه په عین حال کې وویل طالبان هیچا ته اجازت نه ورکوي د افغانستان خاوره د چا په ضد د خپلو عملیاتو لپاره وکاروي.
وروستي راپورونه ددې ښودنه کوي چې داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې ددغو دواړو چاودنو پړه په غاړه اځستې ده .

انفجار شدید در نزدیکی فرودگاه کابل/ واکنش طالبان

انفجار شدید در نزدیکی فرودگاه کابل/ واکنش طالبان

 

 

captcha