IQNA

دکابل په چاودنوکې د ۱۳امریکایانوپشمول۹۰تنه وژل شوي

15:57 - August 27, 2021
د خبر لمبر: 3484564
تهران(ایکنا) -دکابل دحامدکرزي نړیوال هوائي ډګر دځان مرګو بریدونو پړه داعش منلې او ممکنہ ده د مړو شمیر نور هم زیات شي

ایکنا خبری آژانس راپور راکړد افغانستان په کابل کښې د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر مخې ته پرون مازیګر ناوخته په شویو دوو ځانمرګو بریدونو کښې چې پړه ئې داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې په غاړه اخستې، څه د پاسه دوو سوو کسانو ته ئې مرګ ژوبلې رسیدلي دي .
په راپور کې ویل شوي دي  په کابل کښې واکمنو طالبانو او باوری خبري رسندویو ویلي چې تیر ماښام کابو شپږ بجې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ختیځې دروازې ته چې امنیت یې د امریکايي او برطانوي ځواکونو له خوا ټینګ شوی دی، د خلکو په ګڼه ګوڼه کښې دوه ځانمرګي بریدونه وشول چې ۹۰ کسان په کښې وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.
دا بریدونه وروسته له دې وشول چې امریکايي او برطانوي پوځیانو یې په اړه خبرداری ورکړی و او له خلکو یې غوښتي وو چې هوايي ډګر ته دې نه ورځي.
د پيښې زیاتره قربانیان هغه کسان دي چې بهرنیو هیوادونو ته د تګ لپاره هلته موجود وو.
په کابل کښې بیګا ډیره خونړۍ شپه وه او په روغتونونو کښې د درملو، کټونو او وینې سخت کمښت و. هر لوري ته مړي او ټپیان لیدل کیدل.
په دې پيښه کښې ۱۳ تنه امریکايي عسکر هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي. د امریکا ولسمشر جوبایډن د یادو عسکرو د مرګ ژوبلې په وجه په خپل هیواد کښې درې ورځې ویر اعلان کړی دی. بایډن دا هم ویلي چې په کابل کښې د رامینځته شویو پيښو مسئولیت په غاړه اخلي.
د طالبانو يوې سرچینې ویلي دي له لومړنۍچاودنې وروسته د امریکائي او انګریز عسکرو په ړندو ډزو کې زیاتو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي
له دې پيښې وروسته په هوايي ډګر کښې موجود ټول افغانان تیت پرک شوي دي او امریکا اعلان کړی چې له افغانستانه د عامو وګړو د ایستلو لړۍ یې پاې ته رسولې ده.
دا ترهګره پيښه په افغانستان کښې دننه او هم په نړیواله سویه په کلکو ټکو غندل کیږي.

captcha