
ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، په افغانستان کې د ایران دکلتوري خونې دڅيړنیزو چارو مرستیال اسماعیل باقري باؤري دی ، که څه هم طالبان په هره روده توانیدلي دي ، افغانستان (له پنجشیر ولایت پرته ) په لسو یا یولسو ورځو کې پخپل اختیار کې واخلي ، خو په دغه هیواد کې د حکومت لپاره داخلی رواوالی ته اړتیا لري . نو ایکنا خبري آژانس له دغه کارپيژاندي سره په مرکې کې په افغانستان کې د طالبانو ډلې واک ته درسیدا د پایلو او چیلنجونو په باب وپوښتل نو دوي هم پخپلو څرګندونو کې ووئيل ، طالبان یوه اسلام پاله ډله ده چې ځان یو اسلامی غورځنګ معرفي کوي چې د اسلامی امارت په احیاء او پلي کولو پسې دي ، ا لبته طالبانو په ۱۳۷۵لمریز کال کې د کابل په نیولو سره د افغانستان پر نوي فی صده ټاټوبي تر پنځو کلونو پورې حکومت وکړ ، خو د ستمبر یولسمې نیټې پيښې یوه پلمه شوه څو امریکا د طالبانو له خوا د القاعدې ډلې درهبر اسامه بن لادن دوي ته نه تسلیمولو په دلیل ، په افغانستان حملهوکړه او طالبانو رژيم ئې نسکور کړ خو طالبانو بیاد خپل قدرت په رغونې سره یو ځل بیا د ۱۳۸۳ لمریز کاله راپه دې خواپه افغانستان کې د امریکایانو او بهرنیو عسکرو په ضد حملې پیل کړې چې ترروان کال پورې ئې دوام درلودلی او همدغه امریکا بیا مجبوره شوي څو له همدغو طالبانو سره بیرته خبرې اترې وکړي او ورسره د سولې یوې موافقې ته ورسیږي. او دهغې موافقې په اساس دوي له شلو کلونو نیواک وروسته له افغانستانه پښې سپکې کړي او طالبان یو ځل بیا د اشرف غني حکومت په نسکولو سره بیرته د کابل واکوالان شي .نو دا به راتلونکی وښئ چې آیا طالبان همغه شل کاله مخکې روده او کړن لاره لري او خپل تعصبونه او قوم پالنې لري او که د وخت په تیریدو او د تجروبو له ترلاسه کولو وروسته ئې په فکر او کړن لاړې کې کوم بدلونونه راغلي دي .
3993365