
ایکناخبری آژانس د العین الاخباریه له قوله راپور راکړ ، په دغه پلان کې د یمن د لسو معلمانو او شلو ماشومانو پشمول شلو کاڼو کسانو د اشارې په ژبه د قرآن یادونې ته مخه کړې او دغه پروګرام د یمن د ؛رموز؛ نومې د کاڼو د پراختیا د فاؤنډیشن په څارنې او داماراتو د خیر غواړو او شتمنو میرمنو په ملاتړ سره اجرا شوی دی .
د رموز فاؤنډیشن اجرائي مدیرې میرمن ایمان هاشم په دې باب ووئیل ، دزده کړې دغه پلان د کاڼو لپاره د فاؤنډیشن دکیفي فعالیتونو په لړ کې اجرا شوی دی او دمونږ هڅه دا ده چې دغې ډلې ته ښې او نوي زده کړې وړاندې شي .
هغه زیاته کړې ده ، شل کاڼۀ ماشومان او لس معلمان له دغه پروګرامه ګټه پورته کوي او د قرآن کریم د قراءت او کتابت ئې د اشارې په ژبې سره زده کړي دي .
د یمن دغې میرمنې روښانه کړې ده ، د اماراتو یو شمیر خیر غواړي انجونې ددغه پلان ملاتړي دي او دغه ډله له درو کلونو راهسې تر دې دمه په عدن کې د کاڼو لپاره د خاصو پلانونو ملاتړ کوي .
ایمان هاشم همداراز ووئیل ، په دغه پلان کې د قرآن کریم سورې د ؛ مصحف الامل؛ په نامې سره له یوه تخصصي کتابه په استفادې سره ، چې د اشارې په ژبه ژباړل شوی دی حفظ کوي او د نورو مصورانو کتابونو څخه هم په دغه پلان کې استفاده شوې ده . هغې دغه را ز وئيلي دي ، د عربستان د اشارې د ژبې ژباړن لیکوال محمد هیجان الصحبی دغه کتاب تالیف کړی او مونږ دا په کاڼو ماشومانو او معلمانو کې ویشلی دی .