IQNA

د عراق د قرآني ټولنو حسیني لارویانو دریم پلی مزل

18:52 - August 30, 2021
د خبر لمبر: 3484572
تهران(ایکنا) -د حسیني قرآني لارویانو دریمه کلنۍ پیاده روي یا پلی مزل، په کربلا معلی کې د عراق د قرآني ټولنو په شتون سره ترسره شو

ایکنا خبري آژانس د الکفیل نړیوال چینل له قوله راپور راکړ پہ حسیني قرآني کلني لاریون کې د عباسي مقدس آستان سره اړونده د قرآن کریم د زده کړې مرکز،چې د عراق د قرآني غونډو او د ټولنو د اتحادئې له خوا او د حسیني او عباسي مقدسو آستانونو په ملګرټیا  سره ترسره شو، شتون درلود.
دغه لاریون چې  د قرآني ټولنو په ګډون سره د عراق په کابو دیارلسو ولایتونو کې ټرسره شوی،د حضرټ عباس علمدار له سپیڅلي حرمه پیل شوی او لاریون کونکي له بین الحرمین څخه  په تیریدا سره د حضرت امام حسین علیہ السلام مقدس حرم ته ورسیدل او هلته ئې ویر او ماتم وکړ او وروسته د قرآن کریم په ټلاوت  سره دغه لاریون پای ته ورسید.
د یادولو ده چې د عباسي مقدس آستان د قرآن کریم د زده کړې مرکز، ددغه آستان د قرآن یوعلمي مرکز حسابیږي چې د قرآنی علومو د خپریدو او د یوې کارنده  قرآنی ټولنې له تیارولو سره د مرستې په موخې سره تاسیس شوی دی.

3993935

captcha