
ایکنا خبری آژانس د روسیا الیوم له قوله راپور راکړ،د ملک سلمان بن عبدالعزیز د جومات جوړول، چې د عربستان له خوا ئې د جوړولو لپاره ۲۵ میلیون ډالر لګول شوي دي،له ۲۰۱۸ کال څخه پیل شول او ټاکل شوې وه چې په روژې میاشت کې ئې مخ کتنه وشي،خو د کرونا ناروغۍد خوریدا په دلیل ئې افتتاح وځنډول شوه.
دغه جومات د اسلام د پنځو ارکانو په نښې سره پنځه مینارې لري او په پنځو پوړو کې جوړ شوی دی چې د مختلفو پروګرامونو لپاره ستر هالونه هم لري ۔ددغه ترټولو ستر جومات په نورو برخو کې یوه نړیوال کتابتون،د قرآن کریم د زده کړې یوه مرکز،د درس څو کلاسونو، کنفرانس هال او پارکنګ ټه اشاره کولی شو۔ د جومات په همکف یا ګراؤنډ فلور کې د وضو لپاره ځاې او تش نابونه جوړ شوي او په لومړي او دوهم پوړونو کې هم د لمانځه د قایمولو هالونه دي ،په دریم پوړ کې د درس څلور کوټې او دغه راز د غونډو د ترسره کولو لپاره پنځه کوټې او یو اسلامي کتابتون هم شته.ددغه راپور په اساس،په څلورم پوړ کې کنفرانس هال او د غونډو ستره کوټه هم شته او د جومات پنځم پوړ، د مذهبي ویناؤ او یا د لمانځه د قایمولو په شان د مختلفو کارونو لپاره په نظر کې نیول شوی دی .


