IQNA

طالبان وائي ډیر زر به د یوه پراخ بنسټه حکومت کابینه جوړه کړي

18:59 - August 30, 2021
د خبر لمبر: 3484574
تهران(ایکنا) -طالب چارواکي وائي ډیر زر به د خپلې پراخ بنسټه حکومتي کابینې د غړو نامې اعلان کړي،خو مخالفان ئې وائي چې د یوې ډلې لپاره د درست افغانستان اداره کول ناممکن دي.

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ طالبانو د افغانستان د حکومت د راتلونکي جوړښت د ټاکلو په موخه د دغه هیواد په ځینو سیمو کښې له قبایلي مشرانو او شخصیتونو سره خبرې اترې پیل کړې.
په طالبانو کښې خبرو سرچینو ویلي چې د دغې ډلې مشر هیبت الله اخوندزاده او د هغه مرستیال ملا محمد یعقوب د افغانستان په سویل کښې د قندهار د قبایلو له مشرانو او رئیسانو سره مشورتي خبرې اترې پيل کړي دي.
د دغو خبرواترو چورلیز د افغانستان د راتلونکي سیاسي نظام ماهیت اعلان شوی دی. په یادو مذاکراتو کښې د ولسمشرۍ یا د پارلیماني نظام یا د قدرت د دواړو مرکزونو د ترکیب په چورلیتوب سره د یوه  پراخ بنسټه حکومت د جوړولو او هم داشان په راتلونکي حکومت کښې د ښځو د موقعیت په هکله صلاح مشورې وشوې.
په راپور کې راغلي دي ،پر دې سربیره، د هلمند ولایت له مشهورو شخصیتونو سره د اړیکو مسئولیت د طالبانو د دعوت او ارشاد د کمیټې مشر میر خان متقي ته سپارل شوی دی.
له دې سره په يو وخت د طالبانو مخالف لوري  مشران چمتو کیږي،څو  د يوې نوي جپهې په جوړولو او د راتلونکي حکومت د جوړولو په باب ډ خبرواترو په موخې سره لاس په کار شي اوله طالبانو سره خبرې اترې وکړي او ددې لپاره پلانونه او د افغانستان د سیاستوالانو او مخورو مشرانو ملاتړ هم ټرلاسه کړي .

 

captcha