
ایکنا خبری اژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ ، محمد تاج الدین کمال د مصر د املنیا ولایت کې د العدوه ښار ځوان اوسیدونکی دی چې قرآن کریم ئې د قرآءت په لسو سټایلونو سره حفظ کړ ی دی . محمد وائي ، چې د قرآن حفظ ئې د ښونځي له څلورم کلاسه پيل کړی او په تم کلاس کې د درست قرآن کریم په حفظ کولو بریالی شوی دی او وروسته ئې د تجوید د احکامو زده کولو ته مخه کړې او په دوي کې ئې هم په بشپړ ډول مهارت ترلاسه کړی دی .
محمد تاج الدین کمال د مصر یو ځوان دی چې دقرآن په حفظ کولو او د قراءت په لسو سټایلونو باندې په مسلط کیدا سره په خپل هیواد کې د قرآن په تلاؤت کې پخپل یوه سټایل سره پيژندل شوی دی
د مصر دغه ځوان قاري وائي ، زه د هغې کورنۍ غړی یم چې ټول د قرآن کریم حافظان دي . زما نیکۀ د عبدالباسط، منشاوي، طویار په څير له سترو قاریانو سره په ډيرو محفلونو کې ګډون کړی دی .
احمد وائي چې هغه دقرآن کریم په قراءت کې خپل خاص سټایل لري او د سترو قاریانو څخه له تقلید کونې سره دلچسپي نه لري او له دې چې خداوندمتعال هغه ته دغږ ښکلی نعمت ورکړی دی ، ډیر منندوي دی . لتاج ددې خبرې په کولو سره چې قرآن کریم ئې په صفحو او آیتونو سره حفظ کړی دی ، ووئيل ، قرآن کریم د ما لپاره ډير ستر فضیلت دی او زه دا دی اوس د اوقافو وزارت خطیب یم او له الازهر سره په یوځاي کیدا کې مو خپل امید او هیله هم ترلاسه کړې ده . د مصر دغه ځوان دې ته په اشارې سره چې دقرآن علوم ډير پراخ او لوي اړخونه لري ، ووئیل ، زه د قرآن کریم په لسو سټایلونو سره په حفظ کونې کې بریالی شوی یم او او هرې یوې کورنۍ ته زما پيغام دا دی چې دقرآن زده کول د هریو مسلمان دنده ده او دا قرآن دی چې ژوند ته نور او رڼا او ښکلا ورپه برخه کوي .