ایکناخبری آژانس د اورلانډو ۳۵فکس له قوله راپور راکړ ، د امریکا د ولسمشر مرستیالې میرمن کامالا هریس په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټینګار سره چې امریکائي ښاریز د خپلو هغو مسلمانو وروڼو ترڅنګ چې په هغه وخت کې له تاؤتریخوالو سره مخ وو ،ودریدل زیاته کړې ده ، انسانیّت یو داسې شی دی چې دامریکا خلک سره متحد کوي .
دا مریکا د ولسمشر مرستیالې په دوام کې وئيلي دي ،په عین حال کې د ستمبر د یولسې پيښو وروسته مو ولیدل چې په هیواد کې د درز اوتفرقې د رامینځةکولو لپاره له ویرې او وحشته څرنګه استفاده کیدلی شي .
میرمن هریس ټينګار کړی ، ډيری امریکایانو پر مسلمانانو باندې د ظاهر او دخپل عبادت د څرنګوالی په دلیل حملې وکړې ، خو مونږ همداراز ولیدل چې څه پيښ شول او کله چې ډیری امریکایان له هغو کسانو سره چې تاؤتریخوالی او توپیر ئې تجروبه کړ ، پيوستون وښود او د دوي تر څنګ ودریدل .
هغې په عین حال کې ووئیل ، د ستمبر دیولسمې نیټې پيښو ټولو ته وښودله چې په امریکا کې موجوده ډولوالی د دوي د قدرت سرچینه ده او ټولو ته ئې ورزده کړه چې وحدت د پرمختګ لپاره یوه ضروري چاره ده .
راپورونه همداراز ښئ دد امریکائي اسلامی اړیکو شورا د نظر سنجۍ په اساس ، دستمبر دیولسمې نیټې له پيښې وروسته دوه اویا فی صدي مسلمانې میرمنو په شخصي توګه یو یا څو توپيرناک او له تعصبه ډک چلندونه تجروبه کړي دي . دا احصائې په سړیو کې ۶۷فی صده ښودل شوي دي .
https://iqna.ir/fa/news/3996805/