ایکناخبري آژانس د صدای البلد له قوله راپور راکړ ، مصریانو دتاریخ په اوږدو کې په عربی او اسلامی نړۍ کې دقرآن کریم په نسخو په بیا کتنې کې ، دیر فعال ظاهر شوي دي او دغه کمیټې په نړۍ کې د قرآن کریم د بیا کتنې تر ټولو پخوانۍ کمیټي ده .
دغه کمیټې قرآن کریم ، د متن د سمووالي او د رسم الخط له قواعدو سره دیوشان والی له نظره او دغه راز قرءاتو او دتجوید احکامو ته د پابندۍ له پلوه ارزول او پلټل کیږي او په کرتو دډيرو تیروتنې او او د کتابت په وخت ئې د چاپیدو مخه نیول شوې ده .
دالازهر دقرآن کریم د نسخو دبیا کتنې کمیټې مشر عبدالکریم ابراهیم په دغې کمیټې کې د غړیتوب په باب ووئیل ، دقرءاتو، دقرآن د رسم الخط ، قف او ابتدا له علم سره په اړونده چارو مسلط کیدا او لازیات دقت کول د استاذانو د ځانګړنو شرائط دي ،ځکه چې قرآنونه ، په کتابت کې په مختلفو رودو اوخاصو کړچارونو سره چاپ او خپریږي .