IQNA

د امریکا د مشهور مسلمان باکسر دهنري اثارو تود هرکلی شوی

16:50 - October 06, 2021
د خبر لمبر: 3484747
د امریکا د مشهور مسلمان باکسر دهنري اثارو تود هرکلی شوی
تهران (ایکنا)- د امریکا دنیویارک په بوهنمس  ارزان قیمته مرکز کې ددغه هیواد  د مشهور مسلمان باکسر محمد علی کلی د نقاشیو ټولګه  له اټکل شوي بیّې څو برابره ګرانه  خرڅ شوې ده .

 ایکناخبری اژانس له آر ټي نټ له قوله راپور راکړ ،د نیویارک بونهمس حراجئ  له پلوه ،د امریکا د مشهور مسلمان باکسر محمد علی کلېد نقاشیو ټولګه ، له اټکله  هم په څوچنده زیاتې بیّې سره  خرڅه  شوې ده.

په دغه راپور کې وئيل شوي چې دغه نقاشي  او په دومره زیاتې بیّې سره خرڅیدا  چې وئيل کیږي ، څلور لکه پنځویشت زره ډالرو باندې خرڅه شوې ده ،د اټکل شوي لومړنۍ بیّې څخه څو چنده زیات  قیمت باندې خرڅه شوې ده .

 دغه پلان چې  د ګبینو دمجئ په څيرچیچل یعني (» (Sting Like a Bee )  نومیږي  او په ۱۹۷۸کال کې ئې په کاغذ جوړه کړې ده ، د نړۍ دبوکس د درندو وزن اوچتونکو پخوانیو اتلانو  په کابو شلو نقاشیو کې  د ټولو دپام وړ ګرځیدلې ده . دغه اثر د هغه د ځینو نورو آثارو په څير د اسلام دین ، ټولنیز عدالت   او دهغه دخوښې ورزش یعني باکسنګ سره د محمد علی د دلچسپۍ ښودنه ده  . ددغه اثر لومړنۍ بیّه  او قیمت له څلویښت تر شپیتو زرو ډالرو پورې ؤ ، خو  بولۍ ئې تر دې حده زیاته شوه چې په لکونو ډالرو وپلورل شو .        

 بونهمس حراجۍ مرکز  په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، دمحمد علی  شپږ ویشت هنري آثار په ټول کې په نهه لکه پنځه څلویښت زره ډالرو باندې خرڅ شوي  چې  د لومړنیو اټکولنو درې برابره په زیاتې بیّې سره خرڅ شوي دي .

 https://iqna.ir/fa/news/4002708

captcha