
ایکناخبری اژانس له آر ټي نټ له قوله راپور راکړ ،د نیویارک بونهمس حراجئ له پلوه ،د امریکا د مشهور مسلمان باکسر محمد علی کلېد نقاشیو ټولګه ، له اټکله هم په څوچنده زیاتې بیّې سره خرڅه شوې ده.
په دغه راپور کې وئيل شوي چې دغه نقاشي او په دومره زیاتې بیّې سره خرڅیدا چې وئيل کیږي ، څلور لکه پنځویشت زره ډالرو باندې خرڅه شوې ده ،د اټکل شوي لومړنۍ بیّې څخه څو چنده زیات قیمت باندې خرڅه شوې ده .
دغه پلان چې د ګبینو دمجئ په څيرچیچل یعني (» (Sting Like a Bee ) نومیږي او په ۱۹۷۸کال کې ئې په کاغذ جوړه کړې ده ، د نړۍ دبوکس د درندو وزن اوچتونکو پخوانیو اتلانو په کابو شلو نقاشیو کې د ټولو دپام وړ ګرځیدلې ده . دغه اثر د هغه د ځینو نورو آثارو په څير د اسلام دین ، ټولنیز عدالت او دهغه دخوښې ورزش یعني باکسنګ سره د محمد علی د دلچسپۍ ښودنه ده . ددغه اثر لومړنۍ بیّه او قیمت له څلویښت تر شپیتو زرو ډالرو پورې ؤ ، خو بولۍ ئې تر دې حده زیاته شوه چې په لکونو ډالرو وپلورل شو .
بونهمس حراجۍ مرکز په یوې اعلامیې کې وئيلی دي ، دمحمد علی شپږ ویشت هنري آثار په ټول کې په نهه لکه پنځه څلویښت زره ډالرو باندې خرڅ شوي چې د لومړنیو اټکولنو درې برابره په زیاتې بیّې سره خرڅ شوي دي .