
ایکناخبري آژانس د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ ،د قرآن کریم دزده کړې د نوي پړاؤ پرانیسته د مسئولانو ،او استاذانو او د قرآن کریم د زده کونکو په شتون سره ، د تالینډ په جنوب کې د الزهرا (س) د مرکز د تازه تاسیس شوي دارالقرآن کې دغه دوره د مختلفو کلاسونو په سویه په مختلفو موضوعګانو او زده کړې د پروګرام د یوه راپور په وړاندې کولو سره ترسره شو .
په تایلینډ کې دایران د اسلامی جمهوریت کلتوري سلایار مهدي حسن خاني په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ، دمسلمانانو په نزد د قرآن اهمیّت او زده کړې ته اشاره وکړهع او د لومړني ګام په توګه ئې د کلام الله دمعنو او مفهمونو د سم درک او سمې لوستنې مهارتونو ترلاسه کول د هرمسلمان یو ضروري او اړین کار وبالّه.
د پروګرام په دوام کې د الزهراقرآني موسیسې مدیر شیخ انصار المیان ددغه دارالقرآن پراختیائي پروګرامونو ته په اشارې سره ددغه پړاؤ د زده کړې او کلاسونو دنوي دور په باب یو راپور وړاندې کړ او مربیانو یا استاذانو او اجرا کونکو هم په مختلفو برخو کې د تدریس او یادونې د رودو په زمینې کې بشپړ توضیحات وړاندې کړل .
پر دې اساس ،دالزهرا دارالقرآڼ مرکز کې دقرآن کریم زده کړه ،په آنلاین بڼه او نیمه حضوري سویه د قرآءت ، سمې لوستنې ،تجوید ،ترجمې او مفاهیمو او د تفسیر په پنځو برخو کې له ابتدائي څخه تر استاذۍ پورې په مختلفو سویو کې د تدریس له ماډرن سټایلونو او رودو څخه په استفادې سره ترسره کیږي او په پاي کې د دورې د بریالیو کسانو لپاره مدرکونه هم صادریږي .