IQNA

21:45 - October 11, 2021
د خبر لمبر: 3484779

په قطر کې امریکایانو او طالبانو بیا سره سترګې سرې کړې

تهران (ایکنا) -امریکائي  چارواکو له طالبانو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي دغه لیده کاته ،له طالبانو سره د عمل پالو تعاملاتو دوام ؤ او دغې ډلې ته د رسمیّت یا رواوالي  دو رکولو په معنا  نه ګڼل کیږي .

په قطر کې امریکایانو او طالبانو بیا سره سترګې سرې کړې

ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د امریکا خارجه وزارت په  قطرکې په دغو لیدوکاتو پسې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، طالبانو سره د دوي د څرګندونو په اساس نه،بلکې د دوي د اقداماتو په اساس قضاؤت وکړي  . 

 ددغې اعلامیې په بلې برخې کې راغلی دي،د طالبانو پلاوي  په  قطر کې په پرونیوخبروکې پر امنیتی او ترهه ګریزو اندیښنو،د امریکائی او نورو هیوادونو د ښاریزو او هم د افغانانو په امنیت سره  د تیریدا اندیښنې درلودې او  همداراز د بشري حقوق او د افغان ټولنې په ټولو برخو کې د میرمنو او انجونو  د ګډون په شمول د بشری حقوقو پر موضوعګانو خبرې وکړې .

  ددغه راپور په اساس ،امریکائي  چارواکو له طالبانو سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي دغه لیده کاته ،له طالبانو سره د عمل پالو تعاملاتو دوام ؤ او دغې ډلې ته د رسمیّت یا رواوالي  دو رکولو په معنا  نه ګڼل کیږي .

  په عین حال کې  د افغانستان خارجه وزارت دیوې اعلامیې په صادرولو سره وئیلي دي ،طالبانو په دغو خبرو کې پرامریکا غږ کړی،چې د افغانستان مرکزي بانک تړل شوي  زیرمې او شتمنۍ دې خلاصې  کړي ، څو په افغانستان کې د رامینځةکیدونکي  انساني ناؤرین مخه ونیول شي

له افغانستانه دامریکاترهه ګرو پوځیانو په وتلو  او د اشرف غني دحکومت په نسکوریدا پسې امریکا  په امریکائي بانکونو کې د افغانستان  کابو لس میلیارډ ډالر اسعارې زیرمې تړلي دي . نړیوالو اورګانونو هم ګواښ کړی که امریکا د افغانستان تړلي شتمنۍ خلاصې نه کړي  او له کابل سره مالی او تجارتی محدودیتونه دوام وکړي و  نو  افغانستان به له یوه ستر  انسانی ناورین سره مخ شی

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i106722

captcha