ایکناخبری آژانس راپور راکړ،په مسلمانانو کې دوحدت دودیدا یوه هغه ترټولومهمه موخه ده چې د اسلامي وحدت پهپنځه دیرشم نړیوال کنفرانس کې تعقیب اوهڅه وشوه چې د مختلفو اسلامی مذهبونو د استازو ترمینځ دخبرواترو په ترسره کولو سره،د اسلامی امت د وحدت اویووالی موضوع په جدي توګه تعقیب شي .
دا موضوع له دې پلوه ډير اهمیّت لري چې په اوسني پړاؤ کې داسې ښکاري،چې له اسلامه ویرونې او افراط پالنې د یوه بل ترڅنګ،په مسلمانانو کې وحدت او یووالی په نښه کړی دی څو نړیوالو ته د اسلامی بده څیره وړاندې کړي .
د کنګود المصطفی نړیوال پوهنتون استازي او د بشری حقوقو یوه تکړه فعال اسماعیل بوکاسا د اسلامی وحدت د نړیوال کنفرانس په څنډې کې د ایکنا له خبریال سره په لنډوخبرو کې د مسلمانانوترمینځ دتفرقې د تاوانونو اود وحدت نشتوالي ته په اشارې سره د مسلمانانو اواسلامی مذهبونو ترمینځ د وحدت داهمیّت په باب ووئيل ،مسلمانان باید په مختلفو موضوعګانو کې له یوه بل سره حقیقي ملګرتیا ولرل شي .بوکاسا دغه راز ووئيل ،زه وئيلی شم چې تفرقه او درز او په مسلمانانو کې د وحدت نه شتون، لامل کیږي ،چې اسلام کمزوری شي او درست مسلمانان به له دې موضوع تاوان وویني .به همدې دلیل درست مسلمانان باید هڅه وکړي ،دوامداره ملګرتیا او حقیقي اتحاد ولرل شي څو داسلام دښمنان پخپلوسپيرو دسیسو او نقشو کې بریالي نشي اونړیوالو ته د اسلام یو حقیقي حیثیّت او عظمت وړاندې شي .