IQNA

د سپاه پاسدارانوسمندری ځواک د امریکائي سمندري بیړۍ د غلامخه ونیوه

15:32 - November 03, 2021
د خبر لمبر: 3484898
تهران (ایکنا) -په دوام کې د امریکا سمندری ځواک له څو چورلکو او جنګي بیړۍ څخه په استفادې سره  دتیلی کشتۍ په لټولو پسې شول  خو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د سرتیرو مامورانو په قدرتمند او خوله ماتونکي  اقدام سره  ئې د امریکائي ځواک او بیړیو مخه ونیوله او په شاشول.

ایکنا خبري آژانس راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک میړني ځواک په یوه شجاعانه او میړني اقدام کې دتیلو د غله کولو لپاره د امریکائي بیړۍ عملیات ناکام کړل او دغه بیړئ ئې تښتې ته اړباسله .

  په راپور کې وئیل شوي دي ،د سپاه پاسدارانو دسمندري  ځواک میړنیو مامورانو د   عمان سمندر  په نړیوالو اوبو کې  له یوې هغې تیلی کشتۍ څخه د تیلو د غله کولو لپاره دامریکائي بیړۍ  عملیات ناکام کړل  چې د ایران په صادراتی تیلو بار وه . 

د امریکائي ځواک د غې سترې بیړۍ  په یوه اقدام کې یوه تیلی کشتۍ چې د ایران صادراتي تیل ئې بار کړي وو،په عمان سمندر کې مصادره کړه او یوې بلې کشتۍ ته ئې ورڅخه درست تیل په منتقلولو سره هغه کشتۍ په نامعلوم لور روانه کړې وه .خو  په همدې وخت کې  د ایران د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک میړني ځواک سیمې ته په رسیدو سره  دهلی برن عملیاتو په  اجرا کولو سره  هغه له تیلو ډکه امریکائي کشتۍ  ونیوه او  هغه ئې د ایران د ټاټوبي د سمندري حدودو په لور هدایت کړه .

په دوام کې د امریکا سمندری ځواک له څو چورلکو او جنګي بیړۍ څخه په استفادې سره  دتیلی کشتۍ په لټولو پسې شول  خو د سپاه پاسدارانو د سمندري ځواک د سرتیرو مامورانو په قدرتمند او خوله ماتونکي  اقدام سره  ئې د امریکائي ځواک او بیړیو مخه ونیوله او په شاشول.

دامریکا سمندري ځواک بیا په څو جنګی بیړیو څخه په استفادې  او په ډیر زیاتو وړتیاؤ سره  لازیاته هڅه وکړه ، څو د تیلی کشتۍ دحرکت لاره بنده کړي چې بیا هم بریالي نه شول . د امریکائي ځواک په لاس دغه غلا شوي تیلی کشتۍ همدااوس  دایران د اسلامی جمهوریت  د ټاټوبي په سمندري حدودو کې  ده . په دې اړه د هماغې پيښې یوه لنډه شان ویډیو هم ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

https://iqna.ir/fa/news/4010320/%D8%B4%   

captcha