IQNA

د امریکا سمندري غلا یو ډير بې شرمه او سپير اقدام ؤ

14:24 - November 04, 2021
د خبر لمبر: 3484903
 تهران (ایکنا)- د اسلامی ایران ولسمشر  همدراراز  په دوام کې د ایران د ملت په ضد دامریکا دظالمانه بندیزونو د لغوه کولو په باب له ۴+۱دلې سره د تهران خبرواترو ته په اشارې سره ټينګا روکړ،حکومت به هیڅکله هم د ایران دملت له په حقه غوښتنې یعني د ظالمانه بندیزونو دختمیدا له غوښتنې شاتګ ونه کړي .

ایکنا خبری اژانس راپور راکړ د ایران د اسلامی  جمهوریت ولسمشرتابراهیم ریئسي چې سمنان ولایت ته پخپل ولایتی سفر تللی،په سمنان کې  د لړم د میاشتې  ددریالسمې نیټې په ولسی غونډې کې پخپلې ویناکې د یوې تیلی کشتۍڅخه د ایران د تیلو دغلا کولولپاره د امریکائي بیړۍ دعملیاتو په مخنیوي کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  د اقدام په قدرونې سره  ووئیل ، په سمندري غلا  کې د امریکایانو سپیر او بې شرمه عمل عمومي افکارو ډير رټلی او  دسپاه پاسدارانو  دقدرتمند او په موقعې  اقدام ئې قدرونه اوستاینه کړې ده .

آیت ا... ریئسی ددې خبرې په کولو سره چې  د ایران له خلکو سره د امریکاددښمنۍ مخینه  څلویښت کلنه نه ده ،بلکې دغه دښمني څه دپاسه اویا کلنه مخینه لري ، ووئيل ،  په دغه توپیر سره  چې په لومړیو دیرشو کلونو کې ، امریکا  په کودتا او د لاسپوڅو واکوالانو څخه په ملاتړ سره ،   د ایران  ملت د ګټو په نغراک کې بریالۍ کیدله ، خو د اسلامی انقلاب  له بریالیتوبه وروسته په وروستیو درې څلویښتو کلونو کې  د  امریکایانو د نه ختمیدونکو دښمنیو په وړاندې ددغه ډګر  او میدان بریالی  د ایران ملت دی.  

 د اسلامی ایران ولسمشر  همدراراز  په دوام کې د ایران د ملت په ضد دامریکا دظالمانه بندیزونو د لغوه کولو په باب له ۴+۱ دلې سره د تهران  خبرواترو ته په اشارې سره  ټينګا روکړ،  حکومت به هیڅکله هم د ایران دملت له په حقه غوښتنې  یعني د ظالمانه  بندیزونو دختمیدا له غوښتنې شاتګ ونه کړي .

https://semnan.iqna.ir/fa/news/4010620/مذ

captcha