IQNA

په فرانسې کې د درو نورو جوماتونو سپکاوي هم شوي دي

18:25 - November 08, 2021
د خبر لمبر: 3484926
تهران (ایکنا) - په فرانسې کې له اسلام سره د مقابلې د بهیر اقدامات  په وروستیو میاشتو کې په اوڅاره توګه زیات شوي دي.

 

 ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورراکړ ، په فرانسې کې  له اسلامه د ویرولو او ورسره دمقابلې   کونې په اقداماتو کې په دغه هیواد کې د اسلامی سپيڅلو ځایونو سپکاوي په اوڅاره توګه زیات شوي دي .

 په راپور کې وئیل شوي دي ،له ترکیې سره اړونده دمذهبی چارو یوې اتحادئې  پرون په یوې اعلامیې کې  وئیلي دي ، د فرانسې  په مونټلبن ، پونټرالیه  او روبه سیمو کې  د درو جوماتونو په  دیوالونو باندې  اسلامی ضده جملې لیکل شوي دي .

 د ترکیې اسلامی  چارو د اتحادئې (ډی آئي ټي آئي بی ) د اعلامیې په اساس ، ناپيژاندو   یرغلګرو ، د شنبې په شپه  ددغو درو جوماتونو پر دیوالونو د اسلامی ضد شعارونو دلیکلو او همدرااز د صلیب د جوړولو اقدامات کړي دي .

په فرانسې کې له اسلام سره د مقابلې د بهیر اقدامات  په وروستیو میاشتو کې په اوڅاره توګه زیات شوي دي .

 دفرانسې  ولسمشر آمانوئل ماکرون  څه موده مخکې په یولړ څرګندونو کې  له ډيپلوماټيک  عرفه لیرې  او  دډيموکراسۍ د اصولو په  اپوټه  وئیلي وو ،فرانسه به هماغه راز د اسلام د  پیغمبر په ضد دسپکو کارټونونو  خپرولو ته دوام ورکړي ، چې  دغې سپیرو څرګندونو  په اسلامی نړۍ کې د ماکرون  دبې شرمه  څیرې  په ضد کرکه او نفرت لازیات کړی دی.

https://parstoday.com/ps/news/world-i108016

captcha