ایکناخبری آژانس د الیو م السابع له قوله راپور راکړ ، د مصر د لرغونو آثارو دعالی شورا عمومی منشي مصطفی وزیري په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، د قاهرې د هوائي ډګر د لرغوڼي آثارو یونټ یا څانګه توانیدلې ده ، دیارس خطي نسخې کشف کړي چې اولسمې ، اتلسمې او نولسمې میلادي پيړۍ ته ورګرځي ، د عثماني پړاؤ سره په اړونده سِکو او په پايپروس کاغذو سره درې سترې لیکل شوي طومار ونه کشف ضبط کړي ، خو د پایپروس طومارونه د ساتنې له پلوه په یوه بد وضعیّت کې دي .
هغه ددغو لرغونو آثارو د کشفونې او ضبطونې د څرنګوالي پّ باب ووئیل ، د قاهرې د هوائي ډګر د لرغونو آثارو یونټ د یوه مسافر پر وسایلو دلرغونو آثارو د شکمنیدا په باب د امنیتي پولیسو څخه یو ه خبرتیا ترلاسه کړه او په دې پسې د آثارو د لوړې شورا او دملی سندونو او کتابونو په مرکز کې د لرغونو آثارو د تخصصي کمیشن او د ملک نصحي په مشرۍ ئې د لرغونو آثارو د کمیشن د اسلامي آثارو دبخرې پلټونکی جوړ شو او دغه کمیټې ددغو نسخو پر پخوانيوالي ټينګار وکړ او د دوي د مصادره کولو فیصله ئې صادره کړه .. هغه ووئيل ، د ضبط شوو خطي نسخو له مصادره کیدا او د لازمو قانوني تدبیرونو له ترسره کیدا وروسته سپارښتنه وشوه چې ډیر زر ددغو آثارو د رغونې اوساتنې لپاره دا قبطي میوزیم ته وسپارل شي.