IQNA

دقاهرې په هوائي ډګر کې ۱۳ پخوانۍ اسلامي نسخې کشف اوضبط شوې

16:20 - November 10, 2021
د خبر لمبر: 3484938
تهران (ایکنا) – د مصر دقاهرې د نړیوال ډګر د لرغونو آثارو څانګه، دقاهرې دهوائي پولیس په ملګرتیا سره  توانیدلې دیارلس پخوانۍ اسلامی نسخې له قاچاق مخکې کشف او ضبط کړي .

ایکناخبری آژانس د الیو م السابع له قوله راپور راکړ ،  د مصر د لرغونو آثارو دعالی شورا عمومی منشي  مصطفی وزیري  په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ، د قاهرې  د هوائي ډګر د لرغوڼي آثارو یونټ یا څانګه توانیدلې ده ، دیارس خطي نسخې  کشف کړي چې  اولسمې ، اتلسمې او نولسمې میلادي پيړۍ ته ورګرځي ، د عثماني پړاؤ سره  په اړونده سِکو او په پايپروس کاغذو سره  درې سترې لیکل شوي طومار ونه کشف ضبط کړي ، خو د پایپروس طومارونه  د ساتنې  له پلوه په یوه بد وضعیّت کې دي .

 هغه ددغو لرغونو آثارو د کشفونې او ضبطونې د څرنګوالي پّ باب  ووئیل ، د قاهرې د  هوائي ډګر د لرغونو آثارو یونټ د یوه مسافر پر وسایلو دلرغونو آثارو د شکمنیدا په باب  د امنیتي پولیسو څخه یو ه خبرتیا ترلاسه کړه  او په دې پسې د آثارو د لوړې شورا  او دملی سندونو  او کتابونو په مرکز کې  د لرغونو آثارو د  تخصصي کمیشن  او د  ملک نصحي په  مشرۍ ئې د لرغونو آثارو د  کمیشن   د اسلامي آثارو دبخرې پلټونکی جوړ شو او دغه کمیټې ددغو نسخو پر پخوانيوالي  ټينګار وکړ او د دوي د مصادره کولو فیصله ئې صادره کړه .. هغه ووئيل  ، د ضبط شوو خطي نسخو له مصادره کیدا او د لازمو قانوني تدبیرونو له ترسره کیدا وروسته  سپارښتنه وشوه چې ډیر زر  ددغو آثارو د رغونې اوساتنې لپاره  دا  قبطي میوزیم ته وسپارل شي.

 
طومار پاپیروس
 
نسخه خطی اسلامی در مصر
 
 نسخه خطی اسلامی در مصر

 https://iqna.ir/fa/news/4011941 

captcha