ایکناخبری آژانس راپور راکړ،حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په اتمه نیټه په مدینې منورې کښې دنیا ته سترګې رڼې کړې .دغه معصوم امام د شیعه افکارو په بیانولو او د دیني شبهاتو په ختمولو سره د اسلام د مبین دین ساتنې او پراختیا ته د همت ملا وتړله او د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف د امامت په زمانه کښې یې د مسلمانانو د کړنلارې په بیانولو سره هغوي د وروستي معصوم امام د غیبت پړاؤ ته تیار کړل.
امام حسن عسکري علیه السلام د قرآن مجید بې سارې مفسر و او د خپل امامت په دوران کښې یې خلکو ته د دغه اسماني کتاب د تفسیر صحیح طریقه او د ژغورونکي امام د راتلو په زیري ورکولو سره مسلمانان د اسلام لوړو ارمانونو ته رسیدو ته هیله مند کړل.
د حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د وخت یوې نوکرې هغه بزګوار ته یو ګل ډالۍ کړ چې دهغې کیسې په باب یو ویډیوئي کلیپ ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .