ایکنا خبری آژانس دعربی ۲۱ له قوله راپور راکړ،د اردن دپوهنتون د اطلاعاتو د ټيکنالوجۍ پوهنځي اعلان کړی ؤ چې د اماراتو دمحمد بن زاید پوهنتون یو پلاوی،د مصنوعي هوش په زمینې کې د اردن پوهتون کتنه کوي او محصیلینو ته د بورسونو په ورکولو او د تحصیلاتو په بشبړتیا سره دمحصیلینو د بلدتیا په خاطر یوه غونډه ترسره کوي .
په هغې غونډې کې چې د اردن په پوهنتون کې د اماراتي پوهنتون له خوا ترسره شوي ، د اردن محصیلین پوهه شوي چې صهیونیسټ رژيم د اردن محصیلینو ته د تعلیمي بورسیې په ورکولو کې د اماراتي پوهنتون یو شریک دی ، او په دغې ناستې کې داسرائيلو د عبری پوهنتون او ؛ویزمان ټيکنالوجۍ او علومو دمرزک نامه ایشوا شوه .
د اردن محصیلینو او د غونډې علمی پلاوي ، په دغې تعلیمي سکالرشیپ کې د اسرائیلو د ګډون په مشخص کیدا سره ، په پوهنتون کې د یوې اعتراضیه غونډې پّه جوړولو سره دغه اقدام محکوم کړ او په دغې غونډې کې ې له ګډونه ډډه وکړه .
له بل پلوه د اردن الهاشمیه پوهنتون په شمول ددغه هیواد نورو پوهنتونونو محصیلینو هم پخپل پوهنتون کې دغونډې دترسره کیدا مخه ونیوله او په یوې اعلامیې کې ئې وئيلي دي ،چې له دغه پوهنتونه داماراتي پلاوي لیده کاته لغوه شوي دي .