IQNA

د سعودي عربستان ائتلاف په یمن کښې بله اډه خالي کړه

16:48 - November 17, 2021
د خبر لمبر: 3484983
تهران (ایکنا) - د یمن ځايي سرچینو وویل د سعودي عربستان ځواکونو د یمن په ختیځ کښې «الخالدیه »اډه  هم خالي کړي ده .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د یمن په مارب ولایت کښې د  حکومتي عسکرو او د ولسي کمیټیو له اوڅاره پرمختګ او د الحدیده ولایت په اکثرو سیمو باندې د دغو پوځیانو د کنټرول له ترلاسه کولو سره په یووخت د سعودي عربستان ځواکونو د یمن په ختیځ کښې د «حضر موت» ولایت د  «رماه » سیمې په خوا  کښې الخالدیه اډه  له مخکنې غږملتیا پرته خالي کړي ده او دغه پوځیان عربستان ته بیرته ستانه شوي دي .

دغه راپور وايې چې له تیرو دوو (۲)میاشتو راهسې تراوسه ورځ تر بلې د «الخالدیه » اډې د کارکونکو شمیر کم شوی او عربستان په تیرو څو میاشتو کښې د یمن له څو سیمو خپل پوځيان ایستلي دي

دغه راپور په داسې حال کښې خپور شوی دی چې د یمن سرچینو په تیرې پنجشنبې ورځې خبر ورکړ د سعودي عربستان او د  متحده عربي اماراتو د ائتلاف ځواکونه  په یوه (۱) ناڅاپه اقدام کښې د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت په جنوب او ختیځ کښې له لسګونو سیمو وتلي دي

د یمن رسنیو وویل په مارب ولایت کښې د حکومتي عسکرو او د ولسي کمیتیو له اوڅاره پرمختګ وروسته د دغه ولایت د ازادولو لپاره اپوټه شمیرنې پیل شوي دي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i108442

captcha