تهران (ایکنا) – د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د حکیم ابوالقاسم فرودسي په هدیرې کې د نړیوالو تکړه اومشهورو قاریانو شحات محمد او محمد احمد بسیونی په زړه تلاؤت کړی چې ویډیو ئې په ټولنیزو چینلو کې په زرګونو ورڅخه استفاده کړې ده .

ایکناخبري آژانس راپور ورکړ،دغه فلم د ۱۳۶۹ له سلواغې میاشتې سره اړونده دی اوښئ چې د مصر دغه دواړه قاریانو دا یران له دووقاریانو هاشم روغني او محمد جواد پناهي سره یوځاي په خراسان رضوي ولایت کې د فردوسي هدیرې کتنه هم کړې
شحات محمد انور د اسلامی نړۍ ډير ستر قاری اوحافظ ؤ، هغه ایران ته ډيرسفرونه کړي دي اودغه سفرونه په ایران کې د هغه د مشهورتیا اوهمداراز له قرآن کریم سره د ډيروخلکودمینې او لیوالتیا سبب شوي .
استاد محمدد احمد بسیوني په۱۳۳۰هجري لمریز کال کې زیږیدلی او له ماشوموالي ئې له قرآني تعلیماتو سره لیوالتیا درلوده، او په لس کلنۍ کې د قرآن حافظ شواو له دولس کلنۍ ئې په مجلسونو او محفلونو کې د قرآن تلاؤت پيل کړ.هغه په الازهر پوهنتون کې زده کړې او له فارغ التحصیلئ وروسته ئې دیني علومو تدریس ته ملا وتړله .
په فرودسي هدیرې کې د نوموړي ویډیوئي کلیپ یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .
https://iqna.ir/fa/news/4015253/%D9%8