IQNA

په یمن کې د امریکا په پوځي او اقتصادي دباؤنو په اعتراض کې میلیوني لاریون وشو

21:18 - November 22, 2021
د خبر لمبر: 3485009
تهران(ایکنا) – د یمن د صنعاء پشمول په مختلفوښارونو کې په لسګونو زره خلکو نن سهار  د سعودي تیریګرائيتلاف  د تیریو په دوام او  په دغه هیواد د امریکا د پوځي او اقتصادي دباؤنو  په ضد پراخې مظاهرې وکړې .

ایکناخبری آژانس د  المسیره له قوله راپور راکړپه دغه میلیوني لاریون کې  ګډن کونکو  په لاسونوکې د یمن دبیرغ په اوچتولو سره ، د ؛امریکا ستره شیطانه ده ، په څير د امریکا د سلطې د مخالفت او آزادي غواړي شعارونه پورته کول .

د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ ځاي مسئولانو ددغولاریون کونکو په ټول کې پخپلو ویناؤ کې د په تیرو اوو کلونو کې د امریکا او عربستان له تیریو سره  په مقابلې کې د یمن  دملت سرښیندنو په بیانولو سره د یمن په هرې سیمې کې د هستوګنو سیمو ،ښونځیو،روغتونونو اوبیخ بینائي تاسیساتو باندې دتیریګرو بمباریو ته په اشارې سره ټينګار کړی ،چې د د امریکائي واکوالانو یوه پروژه د یمن ویشل دي چې  ولس به ئې دغه دسیسه هیڅکله هم بریالیتوب ته پرې نږدي .

دوي  دغه راز ووئيل دا امریکایان دي ، چې مونږئې کلابند کړي یوو  او وژني  مو ،امریکا اواسرائيلو ته ئې په خطاب کې روښانه کړې ده ،تاسو به له ناکامۍ اونهیلیتوب پرته بل هیڅ ونه وینئ .

دوي پخپلوویناؤ کې همداراز د یمن له ملته هم وغوښتل د امریکا او دنوروتیریګرو په وړاندې دې په لازیاتې تل پآتیکیدا سره   کلک ودریږي اودخپل  ځان اوټاټوبي دفاع دې وکړي.

په دغو میلیونو  مظاهرو کې په  پاي کې اعلامیه هم خپرهشوهچې پکې ټينګار شوی دی ، د امریکا له حکومت بدلیدا سره سره ،البته  واقعیّت ښئ چې   ټول هڅه کوي ،څو  پر دغوتیریو سره د یمن د ولس د وینې په بّيې  پانګونه وکړي   او  د کلابندۍ  په دوام به د یمن د ملت  استقامت اومقاومت  یوازې د تیريګرو لپاره  لازیات تاوانونه له ځان سره ولري .

په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،مونږ له شهیدانو،ټپيانو، بندیانو او ددوي له محترموکورنیو سره  دا ژمنه کوو ،چې د دوي قربانۍ او سرښيندنې هیڅکله هم نه هیروو او دخداوندمتعال پهمهرباۍ اومرستې به دغې جهادي لارې ته د خپلو موخو تر پوره کیدا پورې دوام ورکړو.

https://iqna.ir/fa/news/4015353/%D8%AA%D  

captcha