IQNA

20:26 - November 27, 2021
د خبر لمبر: 3485033
تهران (ایکنا) – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیرد خارجه وزارت د سلو ورځو د فعالیت په راپور کې وویل مونږ هیله من یو چی د ویانا په خبرو کې اساسی او پرمخ بریالي ګامونه پورته کړئ شو. .

ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د اسلامي ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دې خبرې په کولو سره چی ښو خبرو او موافقې ته د رسیدا لپاره جدي یو ، ټینګار وکړ د اسلامي ایران جوت او روښانه دریځ دا دې چی د خبرو اترو په میز د ایرانی ملت ګټې او حقوق تامین او بایکاټونه باید لغوه شي .

ښاغلی عبداللهیان د خارجه وزارت د سلو ورځو د فعالیت په راپور ورکولو کې وویل مونږه هیله من یو چی د ویانا په خبرو کې اساسی او پرمخ بریالي ګامونه پورته کړې شو .

ټاکل شوی ده په ویانا کې د نومبر په ۲۹ نیټه د ایران او ۴+۱ ډلې خبرې اترې وشي . د بایدن حکومت مدعی دې چی نیت لری د ویانا خبرو اترو له لارې برجام ته د خپل هیواد د ستنولو لپاره ضروری زمینې برابرې کړي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i108858

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: