ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د اسلامي ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د دې خبرې په کولو سره چی ښو خبرو او موافقې ته د رسیدا لپاره جدي یو ، ټینګار وکړ د اسلامي ایران جوت او روښانه دریځ دا دې چی د خبرو اترو په میز د ایرانی ملت ګټې او حقوق تامین او بایکاټونه باید لغوه شي .
ښاغلی عبداللهیان د خارجه وزارت د سلو ورځو د فعالیت په راپور ورکولو کې وویل مونږه هیله من یو چی د ویانا په خبرو کې اساسی او پرمخ بریالي ګامونه پورته کړې شو .
ټاکل شوی ده په ویانا کې د نومبر په ۲۹ نیټه د ایران او ۴+۱ ډلې خبرې اترې وشي . د بایدن حکومت مدعی دې چی نیت لری د ویانا خبرو اترو له لارې برجام ته د خپل هیواد د ستنولو لپاره ضروری زمینې برابرې کړي .