IQNA

16:20 - November 28, 2021
د خبر لمبر: 3485040

بسیحي مکتب باید یوازې ایران ته محدود نشي بلکې اسلامی امت دې ورڅخه استفاده وکړي

تهران (ایکنا) – د نړیوالو چارو تکړه کارپيژاند اوشناندي فرحت حسین مهدوي ووئیل ، بسیجي تفکر یوه داسې مقوله ده چې باید ایران ته محدوده نشي  او دا دملتونو په رغولو کې غوره رول لري

بسیحي مکتب باید یوازې ایران ته محدود نشي بلکې اسلامی امت دې ورڅخه استفاده وکړي

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ ، د نړیوالو چارو یو کارپوه اوتکړه شناندي او لیکوال ښاغلی فرحت حسین مهدوي ایکناخبري آژانس  سره د بسیج داونۍ په مناسبت پخپلو څرګندونو کې ووئيل ، د اسلامی امت د ژغورنې او  ددفاع   او دغه راز د خپلو سپيڅلتیاؤ په دفاع کې باید  درست ملتونه د بسیجي تفکر په کارولو کې ځنډ ونه کړي ، ځکه  دغه تفکر یو داسې تفکر دی چې د یوه ملت درستې مسئلې او  مشکلات  او دغه راز ګواښونکي ترینګلتیاوې ورسره ختمیدلی شي

په دې اړه تکړه شناندي او لیکوال ښاغلی فرحت حسین مهدي سره شوي مفصله مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

captcha