ایکنا خبری آژانس د الیوم السامع له قوله راپور راکړ،د مصر د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو اته ویشتم پړاؤ پرانتیستونکی دستورې نن ترسره شوې . په دغو دستورو کې د مصر د ستر مفتي ډاکټر شوقي علام ددې خبرې په کولو سره چې مونږ د قرآن کریم د حفظ او قراءت په نړیوالو سیالیو کې د خداوند رحمان میلمانه یوو ووئيل ،مونږ د خداي له کتاب پرته اجتماع نه ده کړې ،څومره ستره اجتماع ده چې ښئ ، خداي ته د رسیدا لاره یوازې د قرآن کریم له لارې ده .د مصر مفتي دخپلې وینا په دوام کې ووئيل ، که خداوندمتعال مکه مکرمه زمونږ پر مولا محمد مصطفثی(ص) د وحي نازولو ته بیله کړې ، خو مصر ئې هم دقرآن کریم دتلاؤت لپاره غوره کړی دی . خداي تعالی د مصر خلک د محمدرفعت ، محمود خلیل الخصري ، عبدالباسط عبدالصمد او نورو قاریاانو اوحافظانو په څيرد لویو او پياوړو قاریانو په قدرتمنې حنجرې یا مرئ سره ورته محبوبیَت ډالۍ کړی دی .
همداراز په دغو دستورو کې د مصر شیخ الازهر احمد الطیب هم پخپل پیغامن کې چې د هغه په نمایندګۍ د اسلامی تحقیقاتو د اکاډمۍ عمومی منشي ډاکټر نذیرعبیاد وړاندې کړی ، ووئيل ، خداي تعالی خپل پیغمبر ته په خطاب کې فرمائي ، ما تاسو د د ځيري په حق او ویرونکي په حق لیږلي یاست .
عیاد زیاته کړې ، هر رسول په هغو معجزو سره چې د هغه د پيغام په ځانګړنو او د هغه دقوم او ځاي او وخت له محدودیّتونو سره ئې سمون خوړ، پر دې اساس حجت ثابت شو او د خدای د رسول (ص) پر صداقت ئې ګواهي ورکړه .
د قرآن کریم په دغو نړیوالو سیالیو کې ۷۴ګډون کونکي شتون لري او د مصر له داخل او بهره دولس قاضیان یا ژیوري پلاوي ئې قضاؤت کوي او د هر هغه ګډون کونکي لپاره چې په هرې څانګې کې برلاسه مقام ترلاسه کړي ، دمضر یو لک پونډ یعني شپږزره پنځه سوه ډالره جایزه ورکول کیږي .
ددغې سیالۍ یو تصویري راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.