IQNA

 په پاکستان کې مړه دې امریکا او مړۀدې وي اسرائيل چغې پورته شوې

6:40 - December 20, 2021
د خبر لمبر: 3485144
تهران (ایکنا) -د پاکستان دپنجاب صوبې لاهور ښار په زرګونو خلکو پرون  مازدیګر  په مظاهرې حوړلو سره ، له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو په ټینګولو کې د ځینو عربو هیوادونو  اقدام او  د فلسطین دملت په وړاندې د تیریګر رژيم  جنایتونه په کلکه محکوم کړل .

ایکناخبری آژانس د ایران پریس له قوله راپور راکړ  په لاهور ښار کې په زرګونو  مظاهره چیانو  د پلې کارډونو په اوچتولو سره د صهیونیسټ رژيم او ځینو عربو  هیوادونو  د اقداماتو په محکومولو سره ،  د فلسطین دم لت په ضد ددغه جنایتکار رژيم د جنایتونو د درولو او دنیواکګرۍ د ختمولو غوښتنه کوله .

 مظاهره چیانو  د امریکا او اسرائیلو  په ضد په شعارونو ورکولو سره د فلسطینیو  ټاټوبو د نیواک د زیاتولو پشمول د سیمې د ملتونو  دټارګټ کولو لپاره له استکباري قدرت سره د قدس  دنیواکګر رژیم همپالنه  محکومه کړه او پر اسلامی  هیوادونو ئې غږ کړی ، چې له غاصبانوسره  داړیکو دعادي کولو په ځاي کې دې  د خپلو مقدساتو دساتلو او د اسلامی امت د یو ځاي کیدا په هڅه کې شي .  د وي دغه را د فلسطین دمقاومت په ملاتړ سره ، د اسلامی ملتونو په  وړاندې  په تیره بیا د ایران  دسوله ایز ایټمي پروګرام  په ضد د کارړنګونو  په وړاندې د امریکایرغلیز کړچار  له مسلمانانو سره دښمني وبلله .

 په دغې مظاهرې کې  په ګډون سره د  لاهور د عروةالوثفی  علیمه حوزې مشر علامه جواد نقوي د خپلواکه هیوادونو په تیره بیا  دایران په وړانډې دامریکا غرضي کړچار په کلکه محکوم کړ او  وې وئيل ، واشنګټن   د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب یو ورانکار رول  لوبولی ، په داسې حال کې چې  اسلامی ایران  د سوله ایزو  ایټمی پروګرامونو د پراختیا لپاره  له روا حقه برخمن دی .

https://farsi.iranpress.com/asia-i207632

captcha