IQNA

د حضرت فاطمةالزهرا (س)سیرت د درستو میرمنو لپاره بیلګه سیرت دی

15:59 - December 21, 2021
د خبر لمبر: 3485149
تهران(ایکنا) – حجةالاسلام والمسلمین سید شجاع حسین الحسینی په یو لړ څرګندونو کې ووئیل د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص)د ګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا په سیرت باندې په عمل کولو سره میرمنې  د دواړو جهانو بریالیتوب ترلاسه کولی شي.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ، د پاکستان یوه نامتو  او غوره دینی عالم او د علمیه حوزې استاد حجةالاسلام  سید شجاع حسین الحسيني  له ایکنا خبري آژانس سره  د ایام فاطمیه د شپو ورځو او د حضرت فاطمةالزهرا د شهادت د کلیزې د شپو ورځو په مناسبت پخپلې مرکې کې روښانه کړه،که په نن سبا پانګوال نظام کې  میرمنې د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها په سیرت عمل وکړي ، نو په نړۍ کې به د  میرمنې مقام او حیثیّت  وساتي  اوپه داسې حال کې چې لویدیځي پانګوال نظام پر اسلامی نړۍ په تیره بیا د میرمنې په حیثیت  او احترام په سترګو پټولو سره پر  اسلامی امت د لویدیځي لوڅې ښځې بیلګه د تپلو هڅه کوي ، اسلامی میرمن کولی شي ، دحضرت فاطمةالزهرا په سیرت باندې په عمل کولو سره درستې نړۍ ته د هغې بزرګوارې د سیرت او ژوند ستره او لویه بیلګه وړاندې کړي .

له حجةالاسلام والمسلمین سید شجاع حسین الحسینی سره  مفصله شوي مرکه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو .

captcha