IQNA

د اسرائیلو استراتیجیکي تېروتني به د دوي د نابودی سبب وګرځي 

21:31 - December 21, 2021
د خبر لمبر: 3485153
تهران (ایکنا) -د ایران د اسلامي جمهوریت په پارلمان کې د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ټینګار وکړ، اسلامي نړۍ له زیاتې مودې راهیسې د صهیونیستي رژیم د استراتیجیکي تېروتنې په تمه کې تر څو دغه رژیم له مینځه یوړل شي.

 ایکنا خبري آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د اسلامي شورا د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند محمود عباس زاده مشکیني د ایران د استراتیجیکو مرکزونو او ایټمي تاسیساتو په ضد د اسرائیلو ګواښونو ته په اشارې سره، وویل: ایران په دفاعي او فوخي ډګرونو کې مخنیوونکی ځواک ته رسېدلې ده چي په سبب ئې  سیال هیوادونه د ایران په اسټراتیجیکو تاسیساتو برید نه شي کولای.

عباس زاده مشکینې د اسرائیلي چارواکو له لورې د ایران په ضد فوځي ګواښ یوازې رسندویي لافي وبللې او زیاته ئې کړه: امریکا د داسي ګواښونو تر شا ده ځکه چي د ایټمي مذاکراتو په ډګر کې ئې لاسونه تړل شوي او هڅه کوي چي په پروپیګنډو سره خپلو موخو ته ورسیږي.

هغه د دې په بیانولو چي د ایران د اسټراتیجکو تاسیساتو ځای خوندي دي، وویل: د ایراني پوهانو ژور دفاعي مفکورې د دې سبب شوي چې د ایران مخنیوونکی قدرت زیات شي.

عباس مشکیني زاده د دې په ویلو چي اوس ایران د لوبی قوانین ټاکي، زیاته کړه: د برجام په چوکاټ کې اوس ایران له پیاوړي سانټرفیوژونو کار اخلي او د ایټمي مذاکراتو په دګر کې خپله خبره په مخه وړي او په سیمه ایزو او فوځي ډګرونو کې بر لاسه دی

 

https://parstoday.com/ps/news/iran-i110014

captcha