IQNA

د افراطي هندوانو له خوا د مسلمانانو د وژلو بلنې جنجال راپورته کړ

14:41 - December 25, 2021
د خبر لمبر: 3485172
تهران(ایکنا) – دهندوستان پولیس  دافراطي هندوانو له خوا د مسلمانانو په ضد د تاؤتریخوالي بلنه بغاؤت بللی او په دې اړه ئې د افراطي هندوانو په ضد د دوسیې دجوړولو خبر ورکړ . 

د افراطي هندوانو له خوا د مسلمانانو د وژلو بلنې جنجال راپورته کړایکناخبری اژانس د ټي آر ټي  عربی له قوله راپور راکړ، په هندوستان کې د افراطي هندوانو  له خوا چې د هند په شمال کې  په یوې مذهبی غونډې کې غونډ شوي وو، د مسلمانانو د وژلو او له مینځه وړلو غوښتنه  کړې ده .

په راپور کې وئيل شوي ، هندي سیاستوالانو او  د مدني ټولنو استازو  هم په دغې پيښې کې د مسلمانانو په ضد تاؤتریخوالي ته د بلنې د عاملانو  د پوښتلو غوښتنه کړې ده .

هندي پولیسو نن په یولړ اقداماتو کې په یوې سترې عمومي غونډې کې  د افراطي هندوانو له خوا  دمسلمانانو د وژلو د بلنې په باب څيړنې پيل کړي دي .

فرانس پریس آژانس  راپور روکړی، د هندوستان په شمال کې په هریډوار سیمې کې د هندووانو په مقدس ښار کې د دسمبر په لومړیو کې  په یوې سترې غونډې کې د  یوې هندۍ  ریکارډ شوی ویډیوئي فلم  په استناد سره  چې وینا کوي ، او د مسلمانانو د قتل عام بلنه ورکوي ،ستر جنجال راپورته کړی دی . دغه ښځه په سپين سترګیتوب سره  د  هندو دین د ساتلو او د هندوانو دبریالیتوب لپاره د  دوه میلیون مسلمانانو د وژلو غوښته کوي .وئيل کیږي په  دغې غونډې کې د واکمن افراطي ګوند بې جې پي د حکومت یو  لوړ پوړی چارواکی هم موجود ؤ چې  د دوي په خلاف ئې هیڅ عکس العمل نه دی ښودلی . ډيری شناندي او کارپوهان وائي چې افراطي هندوانو  کرغیړنو اقداماتو ترشا دهندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي واکمن ګوند بې جې پي بشپړ ولاړ دی او د خپل افراطي لیدتوګو د بشپړولو لپاره  ئې ناغیړي کسان ګمارلي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4023203/%D8%A

captcha