ایکناخبری آژانس راپور راکړ، دغه کتاب د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها دارزښتمنو قولونو ټولګه ده او مؤلف په مختلفو شیعه او سني سرچینو کې له ارزونې او څيړنې وروسته ،هغه روایتونه چې د اسلام د ګران پیغمبر دګرانې لور څخه د مونږ لاس ته رسیدلي غونډ کړي دي.
دغه مولف ددغې لوي بي بي دنوراني خبرو لپاره د مختلفو موضوعګانو او د الف با حروفو په اساس ئې د عنوانونو په برابرولوسره هڅه کړې ده ، لوستونکو ته د دوي د خوښې روایتونو ته لاس رسی هم آسان کړي . خطبې ، پندونه ، خبرې اترې ،دیني معارف ، احکام ،د قرآن تفسیر ، تربیتي او روغتیائي ټکي ، د همسرۍ اصول او دغه راز مختلف سیاسی ، ټولنیزې مسئلې، چې ددغې لوئې او بزرګوارې بی بی د نوراني کلام په دغه کتاب کې ورځاي کړائ شوي دي .
دغه کتاب د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د ژباړې د برخې په سپارښتنې او د حجةالاسلام نثار احمد زینپوري په همت سره په دوه سوه اوو پاڼو کې په اردو ژبه ژباړل شوی او ددغې ټولګې خپروندوئې د ولایت خپروندوئې په ملګرتیا سره په هندوستان کې ددغه کتاب زر نسخې چاپ او خپرې کړي دي .