IQNA

په عراق کې د نون و القلم(ن و القلم )نومې نندارتون ترسره کیږي

15:23 - December 28, 2021
د خبر لمبر: 3485189
تهران (ایکنا) –دعراق د ؛ ن والقلم ؛په نامې سره لومړنۍ کلتوري او هنری نندارتون دعراق په کرکوک ښارکې د قرآني آثارو په وړاندې کولو سره د دسمبر په ۲۹پیلیږي او د راتلونکي کال د جنورۍ تر دریمې نیټې پورې به د وام ولري .

ایکناخبری اژانس له عراقه راپور راکړ،دغه نندارتون په بغداد سړک کې د کرکوک سپورټي کمپلیکس په هال کې ترسره کیږي .

د عراق د الحشد الشعبی د شمال د چورلیزد قوماندانۍولسی هیئت اوکلتوری موسیسې به ددغه نندارتون په ترسره کولوکې ملګرتیا وکړي او دا نندارتون به د قرآني آثارو ،کتابونو ،دیجیټل  نمایش،نانو،لاسي او د ماشومانو او زلمیانو د صنائعو پشمول له مختلفو برخو سره یوځاي  وي .  

دغه نندارتون د عراق  د لوړپوړو مسئولانو اود کرکوک  د ځاي چارواکو په شتون سره پرانیستل کیږي  او د  عراق ښاریزوته ددغه نندارتو ن د لیدو او  ورڅخه د استفادې  بلنه ورکړل شوې ده .

په دې اړه یو ویډیوئي کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

 https://iqna.ir/fa/news/4024047

captcha