ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ دعراق حزب الله غورځنګ د کنډکونو ویندوي محمدمحیی بیګا له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې ووئيل ، امریکا له عراقه له وتلو څخه په سرغړونې سره،د عراق د ملت هوډ او فیصله تر پښو لاندې کوي او باید درنده بیّه ئې ورکړي .
هغه دغه راز ووئيل،تردې دمه له عراقه د امریکائي پوځیانو د وتل اعلان او تائيد شوي نه دي،بلکې ددغو پوځیانو ماموریّت له جنګي بڼې روزنیزې او د سلاکارۍ بڼه غوره کړې ده ،او دا د عراق دپارلیمان دفیصلې ښکاره خلاف ورزي ده چې په اساس ئې باید درست امریکائي پوځیان له عراقه ووځي .
محمد محیی زیاته کړې ،مونږ ډاډمن یوو امریکا له عراقه وتل نه غواړي ،او په مختلفو نامو اوعنوانونو سره په عرقا کې د شتون دتپلو لپاره هڅه کوي او د واشنګټن دغه دریځ ،دعراق د ملت دهوډ او غوښتنې لپاره یو چیلنج شمیرل کیږي ، چې مسلما امریکا ئې باید لګښت ورکړي .
د عراق د حزب الله غورځنګ د کنډکونو ویندوي دغه راز ووئيل ،امریکا، داسې موخې اوپروګرامونه لري ، چې په عراق او سورئې کې د پوځي شتون له لارې ،غواړي ،پوره ئې کړي،د دوي په دغو موخو کې په عراق کې دنفوذپراختیا او دسلطې پیاوړتیا،،د عراق پر امنیتی او سیاسی فیصلو مسلط کیدا او پربغداد له صهیونیسټ رژيم سره داړیکو دعادي کولو دپروګرامونو تپل پکې شامل دي .