IQNA

که جنایتکارصیهونیسټي رژیم معمولی تیروتنه هم وکړی نو سخت ځواب به وویني

15:32 - December 31, 2021
د خبر لمبر: 3485205
تهران (ایکنا) - ایت ا... خاتمي جوته کړه د شهید سلیمانی او ورسره نورو ملګرو پاکې وینې په افغانستان کې د امریکا ناروا شتون ختم کړ او د عراق د پارلیمان په مسودې سره به ډیر ژر له دغه هیواده وتلو ته مجبوره شی .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت ا... سید احمد خاتمي د اسلامی ایران د سپاه د پیامبر اعظم (ص) وروستۍ مانورې او په هغې د صیهونیست رژیم د چارواکو غبرګون ته په اشارې سره  زیاته کړه د اسلامي ایران سیاست دفاعي او د مانورو ترسره کول دفاعي اړخ لري خو که صیهونیسټ رژیم معمولی تیروتنه هم وکړی او په ایران د تیری خیال وکړی نو د سپاه په توغندیو سره به روښانه ورځ په تورې شپې بدله شی .

ښاغلی خاتمی همداراز د سردار شهید سلیمانی د شهادت دوهمې کلیزې ته په اشارې سره وویل  اسلامي ایران په عین الاسد اډې په حملې سره امریکا ته سخته څپیړه ورکړه خو نهایی غچ د سردار سلیمانی د ترور د عاملانو ، حکم ورکونکیو په تیره بیا ټرمپ جنایتکار اوټولو اړونده کسانو سزا کول دي .

ایت ا... خاتمي جوته کړه د شهید سلیمانی او ورسره نورو ملګرو پاکې وینې په افغانستان کې د امریکا ناروا شتون ختم کړ او د عراق د پارلیمان په مسودې سره به ډیر ژر له دغه هیواده وتلو ته مجبوره شی .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i110394

captcha