ایکناخبری آژانس داسلامی ارتباطاتو او فرهنګ د ادارې له قوله راپور راکړ، د شهید جنرال قاسم سلیماني او د ابومهدي المهندس د شهادت د دوهمې کلیزې د درنښت په مناسبت د بانکاک په اسلامی مطالعاتو مرکز کې کلتوري ،هنري او مذهبی پروګرامونه ترسره کیږي .
په دغو پروګرامونو او دستورو کې د حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت له شپو ورځو سره په یووخت والی ویر او ماتم ویناوې ،د شپې یا هماغه ماښام مهال د سینمائي فلم نمایش او همداراز د شهید سردار قاسم سلیماني دشهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د اتل د زړونو دسردار د انځورونو نندارتون هم نندارې ته وړاندې کول په دغو پروګرامونو کې شامل دي .
په دغو پروګرامونو کې چې نن ترسره کیږي ، د تایلینډ کلتوري شخصیّتونه او چارواکي هم ګډون کوي. پر دې سربیره په سوشل میډیا کې د دارالزهرا (س) دموسیسې په همت سره ،د سردار شهید سلیماني د شهادت په شپه دتایلینډ دمسلمانو متفکرانو په ویناؤ سره د شهید سلیماني د شهادت د دوهمې کلیزې په موضوع سره یو سیمنار هم ترسره کیږي .
همداراز دتایلینډ په جنوب کې د روح الله نومې جومات هم د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهدي المهندس د درنښت د دستورو په ترسره کولو سره داسلام د غوره سردارانو دشهادت د دوهمې کلیزې په مناسبت سیمنار ترسره کوي .