ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،دافغانستان په کابل کې سېګار دفتر د بشري حقوقود څارونکې ادارې په استناد سره رپوټ ورکړ:د ښځو سپورټي فعاليت او روغتيائي خدماتو ته لاسرسائي محدوده شوې ځکه چې طالبانوهغوي ته سپارښتنه کړې ده چې بې له محرمه دې سپورټي او روغتيائي مرکزونو ته لاړې نه شي.
سېګار په خپل رپوټ کښې د هوائي ډزو په ذريعې سره د ښځو د مظاهر تيت پرک کېدو او حکومتي ادارو او امداد رسؤنکو موسسوکښې د ښځو له کار کولوڅخه مخنيوي ته اشاره وکړه.
طالبانو تېره هفته په کابل کښې د ښځو د مظاهرو مخنيوے وکړ.په دغو مظاهرو کښې ګډون کؤنکو وويل چې د طالبانو هوائي ډزې د احتجاج کؤنکو ترمېنځ د ويرې د رامنځته کېدو سبب شوې چې د تېښتې په وخت درې تنه مظاهره کؤنکې د رش او په وجه ژوبلې شوې.
د ويلو ده چې د طالبانو په موقته حکومت کښې هيڅ يوه ښځه نه ليدل کيږي.