ایکناخبری آژانس د یورونیوز ټيلیګرامی چینل له قوله راپورراکړ رسندویو د سورئې په دښتې او د سورئې ،اردن او عراق په مثلث کې له التنف پوځي مرکزه امریکائي پوځیانو د شاتګ خبر ورکوي .
ددغه راپور په اساس ،د نړیوال ائيتلاف په نامې سره د امریکائي پوځیانو شاتګ ،د هرډول احتمالي هوائي یا توغندوي حملې لپاره د وارمخکې اقدام په توګه دی . په دغه راپور کې راغلي دي ،چې نن سبا په التنف پوځي مرکز کې په ځانګړي پناه ځایونو کې دامریکائي ائيتلاف ډير لږ عسکر ساتل شوي دي تر دې چې پاتې پاتې کسان په راتلونکي کې بیرته راوګرځي .
د سورئې التنف سیمه چې د امریکا پوځيان پکې دیره دي ، یوه ډيره مهمه جیو سټراټژيک او اساسی سیمه شمیرل کیږي، چې د سورئې ،عراق او اردن د پولې په مثلث کې واقع ده . دغه پوځي مرکزد امریکا په نیواکګر شتون سره اوپه غیر قانوني توګه جوړ شوی او پنځوس کلومیټري ممنوعه سیمه لري .
التنف پوځي مرکز چې امریکا په ځلونو له دغه ځایه د سورئې له پولې سره نزدې د عراق دالحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک مورچلې او مرکزونه بمباري کړي او ورباندې ئې دتوپونو حملې کړي دي ،څو څله د ناپيژاندو بې پيلوټه الوتکو په شیشت کې هم راغلی دی .