IQNA

  په مري کښې په واورې کښې ګیر ۱۹ کسانو دساړۀ له امله ژوند له لاسه ورکړ

13:52 - January 08, 2022
د خبر لمبر: 3485234
تهران (ایکنا) -د پاکستان په مري کښې زرګونو سیلانیان په واورو کښې ګیر شوي دي، د پنجاب حکومت په دغې سیمې کښې بیړنې حالت اعلان کړ

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان د سیل په مشهورې سیمې مري کښې سخته واوره وریدلې ده. د واورې د لیدو لپاره دغې سیمې ته تللي په زرګونو سیلانیان د لارو د بندیدو په وجه په ګاډو کښې ګیر پاتې شوې دي. په دې مینځومان کښې تراوسه د ساړه له امله ۱۹ کسانو سرونه بایللي دي.

د پنجاب  صوبې وزیراعلی عثمان بُزدار په مري کښې د ایمرجنسي او بیړني حالت په اعلانولو سره، په وارو کښې د ګیر شویو سیلانیانو لپاره د حکومتي میلمستونونو او دفترونو د خلاصولو او هلته د هغوي د دیره کولو حکم ورکړی دی. هغه د ژغورنې د عملیاتو د چټکولو امر هم وکړ.

پر دې سربیره  تر سبا ماښام پورې مري ته د نورو ګاډو په ورتګ بندیز لګول شوی دی .

د پاکستان په شمالی سیمو کې هر کال ډیره واوره کیږي ، خو سږ کال په دغې بې مخینې واورې وریدنې سره د دومره خلکو ژوند له لاسه ورکول بې مخینې دي .دا هم وئيل شوي چې تر نن سهار وختي پورې  مري او ګلیاتو سیمې ته دسیلانیانو کابو یو لک ګاډي داخل شوي دي چې  په سیمې کې ئې  دټریفک په بندولو کې زیاتره ونډه درلودلې ده .

https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i110730

captcha