IQNA

16:31 - January 12, 2022
د خبر لمبر: 3485259
تهران (ایکنا) - ایران د سرحدي پولیسو قومندان سردار سرتیپ احمد علي ګودرزي نن پاکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه هیواد د سمندري امنیت د ادارې کتنه وکړه او د پاکستان د سمندر ځواک له چارواکو سره یې خبرې وکړې .

  ایکناخبری آژانس  د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان او د پاکستان د سمندري امنیت ادارې مشر د سرحد د مدیریت او د سمندر په حوزه کښې له دوه اړخیزه ملګرتیاو سره اړونده بدلونونه وڅیړل

د ایران د سرحدي پولیسو قومندان سردار سرتیپ احمد علي ګودرزي نن پاکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د دغه هیواد د سمندري امنیت د ادارې کتنه وکړه او د پاکستان د سمندر ځواک له چارواکو سره یې خبرې وکړې .

د ایران د سرحدي ځواکونو قومندان احمد علي ګودرزي او د پاکستان د سمندري ملي امنیت ادارې مشر امیرالبحر امین فواد بیګ د متقابل احترام او د ګډو ګټو او د برابرۍ د اصولو پراساس مکانیزم ته د رسیدا پرضرورت باندې ټینګار سره د قضايي صلاحیت او د سرحدي بشپړتیا د رعایتولو ، د سمندري ملګرتیا لپاره د ضروري چوکاټ د رامینځته کولو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اطلاعاتو د تبادلې په شان په موضوعګانو غور وکړ .

ګودرزي او امین فواد بیګ ټینګار وکړ د ایران او د پاکستان ترمینځ ګډ سرحد ته په پام سره  ضروري ده چې د مرستې او د ژغورنې د عملیاتو د ترسره کیدا ، د سرحدي جرمونو د مخنیوي او د سمندري ژواک چاپیریال د ساتنې د قانون د اعمالولو په زمینه کښې دوه اړخیزه ملګرتیاوې له مخکې څخه زیاتې پیاوړي شي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i110926

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
* captcha: