IQNA

نړۍ د آل سعود رژيم په جنایتونو سترګې پټې کړي دي

15:27 - January 13, 2022
د خبر لمبر: 3485262
تهران (ایکنا) -د عراق د النجباء غورځنګ عمومی منشي اکرم الکعبي په سعودي عربستان کې د بحرین د دوو شیعه ځوانانو لپاره  د پانسۍ د فیصلې صادریدا محکومه کړې او د ریاض د رژيم د واکوالانو دجنایتونو په وړانډې ئې دنړیوالو پرسترګو پټولو سختې نیوکې کړي دي .

ایکناخبری اژانس په ایران کې د نجباءد نمایندګۍ له قوله راپور ورکړ، د عراق د نجباء غورځنګ  عمومی  منشي اکرم الکعبي  ټینګار کړی ،دنیا دسعودي عربستان پر جنایتونو سترګې پټې کړي دي ، خو دغه غورځنګ به دآل سعود رژيم د ظلم په وړاندې دکړیدلو ملتونو ترڅنګ ولاړ وي او د دوي  چغه به جوړه شي .

اکرم الکعبي په سعودي عربستان کې د بحرین د دوو شیعه ځوانانو لپاره  د پانسۍ د فیصلې صادریدا محکومه کړې او د ریاض د رژيم د واکوالانو دجنایتونو په وړانډې ئې دنړیوالو  پر  انزوا او سترګو پټولو سختې نیوکې کړي دي .

شیخ اکرم الکعبي د پانسۍ دغه فیصله یوه پرنیزه او غیر انساني بللې او زیاته ئې کړې ده،آل سعود رژيم ترڅو پورې په بحرین او سیمې کې د بې ګناه خلکو نسل وژنې ته دوم ورکوي او په دغو جنایتونو باندې به تر څو پورې سترګې پټيږي ؟

 د النجباء غورځنګ عمومی منشي د سعودي رژيم له ظلم او جنایتونو څخه کړیدلو ملتونو ته په خطاب کې ووئيل،دغه غورځنګ به د تاسو ترڅنګ ولاړ وي او  له تاسو څخه له ملاتړه به لاس په سر نشي .

دسعودي عربستان امنیتی مامورانو ،په ۲۰۱۵کال کې  د جعفر سلطان او صادق ثامر په نامو سره د بحرین دوه ځوان اعتراض کونکي وتښتول او په یوه نامعلوم ځاي کې له  سلو ورځو ساتلو وروسته زندان ته منتقل کړل . دعربستان یوې محکمې پرون ددغو دوو ځوانو بحرینیانو  لپاره دپانسۍ فیصله صادره کړې ده .

https://iqna.ir/fa/news/4028290/واکنش-   

captcha