ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي نن هرمزګان ولایت ته د خپل سفر په دوهمه ورځ د سپاه پاسدارانو د سیمندری ځواک د وسونو او بریاو د نندارتون په کتنې کې پر دې په ټینګار سره چی په بل هیڅ صنعت کې ایټمی او پوځی بایکاټونه او محدودیتونه وجود نه لري ، وویل له دغو بایکاټونو سره سره په دغه حوزه کې مو زیات پرمختګ درلودلې دې او تر څو چی دغه بسیجی او انقلابی روحیه وي نو غلیم هیڅ نشی کولې .د اسلامی ایران ولسمشر جوته کړه نن په بیلابیلو برخو کې د هیواد له امنیته د خلکو خیال راحت دې ځکه چی د وسله وال ځواک د دلاورانو له سترګو هیڅ حرکت پټ نه دې .